Posts

Rahman Baba Poetry

څو به ګوري‌ده قيامت و ورځو شپو ته خو هوم دا جهان په ځان باندي قيامت کړه چه نيکي بدي په تله کښې تلل شي خود پخپله تله واخله عدالت کړه که لښکر د حرص هوا درباندې زور شي سر دننه په قلعه د قناعت کړه دا به نشي چه ستا څټ او د حق مخ وی که حق غواړي ته هم مخ په حقيقت کړه هغه زړه چه عرش الله دي ګوره کوم دي څو دي توان شي د جمله زړونو خدمت کړه وړاندني هم واړه ستا په څير سړي وو ته هم پاڅه د هغو په څير همت کړه د دنيا چاري همه واړه فاني دي باري پورته شه يو بل رنګه حکمت کړه په طبيعت د عاشقانو دارو نه شي درومه بله خوا دارو د خپل زحمت کړه څو دي حق موندلي نه دي مه جار ووزه په دا مرسته دا جهان واړه لت پت کړه اي رحمانه اول ته نصيحت واخله دغه پسه بيا و بل ته نصيحت کړه
Recent posts