Skip to main content

Rahman Baba Poetry

څو به ګوري‌ده قيامت و ورځو شپو ته
خو هوم دا جهان په ځان باندي قيامت کړه
چه نيکي بدي په تله کښې تلل شي
خود پخپله تله واخله عدالت کړه
که لښکر د حرص هوا درباندې زور شي
سر دننه په قلعه د قناعت کړه
دا به نشي چه ستا څټ او د حق مخ وی
که حق غواړي ته هم مخ په حقيقت کړه
هغه زړه چه عرش الله دي ګوره کوم دي
څو دي توان شي د جمله زړونو خدمت کړه
وړاندني هم واړه ستا په څير سړي وو
ته هم پاڅه د هغو په څير همت کړه
د دنيا چاري همه واړه فاني دي
باري پورته شه يو بل رنګه حکمت کړه
په طبيعت د عاشقانو دارو نه شي
درومه بله خوا دارو د خپل زحمت کړه
څو دي حق موندلي نه دي مه جار ووزه
په دا مرسته دا جهان واړه لت پت کړه
اي رحمانه اول ته نصيحت واخله
دغه پسه بيا و بل ته نصيحت کړه

Comments