څو به ګوريده قيامت و ورځو شپو ته خو هوم دا جهان په ځان باندي قيامت کړه چه نيکي بدي په تله کښې تلل شي خود پخپله تله واخله عدالت کړه که لښکر د حرص هوا درباندې زور شي سر دننه په قلعه د قناعت کړه دا به نشي چه ستا څټ او د حق مخ وی که حق غواړي ته هم مخ په حقيقت کړه هغه زړه چه عرش الله دي ګوره کوم دي څو دي توان شي د جمله زړونو خدمت کړه وړاندني هم واړه ستا په څير سړي وو ته هم پاڅه د هغو په څير همت کړه د دنيا چاري همه واړه فاني دي باري پورته شه يو بل رنګه حکمت کړه په طبيعت د عاشقانو دارو نه شي درومه بله خوا دارو د خپل زحمت کړه څو دي حق موندلي نه دي مه جار ووزه په دا مرسته دا جهان واړه لت پت کړه اي رحمانه اول ته نصيحت واخله دغه پسه بيا و بل ته نصيحت کړه
مينه والو زه يو بي نومه انسان يم چي هیڅ پيژندګلو نه لرم او نه خپل زان زمونږ ده لوړ شاعرانو وړاندي سه ګڼم خو زمونږ کوشش دي چي د پښتو ژبي ده شاعرانو چي کوم غږ چا اوريدلی نه دي او په کتابونو کښې پروت دي هغه وینه راژوندي کو او ده هغو هغه کلامونه ټولي دنيا ته ورسوو ځکه چي زموږ ده پښتو ده سيمو شاعران او ليکوالان ډير نامتو او خواږه شاعران دي